کابل باختر د سلواغې دمياشتې ٣
په فارياب ولايت کې وسله والو طالبانو پرون څلور تنه ملکي وګړي وتښتول.
د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر باختر آژانس ته وويل : طالبانو د ميمنې _ شبرغان په لويه لاره کې د څلورو تنو ملکي وګړو دسپرلۍ موټر ودراوه او هغوى يې له ځانه سره بوتلل.
د ده دڅرګندونو له مخې: تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه کسان په کوم جرم او
کوم ځاى ته ليږدول شوي دي؟
پوليسو دپلټنې عمليات پيل کړي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ