واشنګټن بي بي سي باختر دغبرګولي دمياشتې ١٥ :
افسانه يي سوک وهوونکى او د امريکا د تورپوستو د ملي غورځنګ مشهوره څيره د ٧٤ کلنى په عمر د سالنډي له امله مړ شو.
محمدعلي کلي چې کلونه کلونه د سالنډي له امله کړيده؛ پرون د دغې ناروغۍ له امله د امريکا د ايروزونا ايالت په يوه روغتون کې بستر شوى و.
د محمدعلي کلي د کورنۍ غړو پرون د ده د روغتيايي حالت د خرابوالي خبر ورکړى و.
د ده د بسترکيدو علت د سالنډۍ ستونزې اعلام شوى وى او له دې سره جوخت امريکايي رسنيو خبر ورکړى و چې د محمدعلي کلي دغه ناروغي کيداى شي لاپسې سخته شي .
محمدعلي کلي (کاسياس کلي ) د نړۍ د درانده وزن اتل او د نړۍ ډيرمشهور ورزشي شخصيت بلل کيده.
د امريکا د تور پوستو د مدني غورځنګ په بهير او د دغه غورځنګ د مشرانو ترڅنګ د ده فعاليتونه د مارتين لوترکينګ او ملکوم ايکس په شان (حاج ملک شباز) په شان نوم يې د سوک وهلو له رينګ څخه ډير بهر وړى و.
محمدعلي کلي چې د سوک وهلو په نړۍ کې د نه تکراريدونکي افسانې په توګه بلل کيږي د ورزش له ډګر څخه بهر هم د نژادي برابرۍ او د مذهب د آزادۍ په برخه کې فعال و.
د ده وروستۍ وينا د تير دسمبر په مياشت کې خپره شوه چې په ترڅ کې يې دجمهوريت غوښتوونکي ګوند په احتمالي نوماند دونالدترامپ امريکا ته د مسلمانانو د سفر د بندولو په باب د څرګندونوپه علت انتقاد کړى و.
محمدعلي کلي له ١٢ کلنى څخه سوک وهنه پيل کړه او يوازې لس کاله وروسته (١٩٦٢) کې د نړۍ د سوک وهلو اتل شو.
د نړۍ د اتلوالۍ د لقب له ترلاسه کولو څخه درې کاله وروسته په يوه جنجالي اقدام کې محمدعلي کلي د امريکا په اردوکې له خدمت څخه ډډه وکړه.
ده د ويتنام له جګړې سره په علني مخالفت کې وويل: مذهبي باورونو يې ده په اردوکې د شتون اجازه نه ورکوله .
د امريکا پوليسو په همدې علت محمد علي کلي ونيوه او د هغه د اتلوالى لقبونه يې هم سلب کړل .
محمدعلي کلي چې له خدمت څخه د تيښتې په تور ګناهکار بلل شوى و؛ څوکاله د سوک وهلو له رينګ څخه پاتې شو، تر دې چې په پاى کې د ده اعتراض دقاضي په حکم د اويايمې ميلادي لسيزې په پيل کې د امريکا سترې محکمې ته وړاندې شو او دغې محکمې چې په امريکا کې ډيره عالي قضايي مرجع ده، د محمدعلي کلي محکوميت لغوه کړ.
0 2 دقیقې لوستل