امنیت

طالبانو د قندهار په لويه لاره کې دوه تنه ملکي وګړي په ډزو سره ووژل

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٨
وسله والو طالبانو د قندهار- کابل په لويه لاره کې دوه تنه ملکي وګړي په ډزو سره ووژل .
پوليس وايي: د دوى د څيړنو له مخې قربانيان هغه ځوانان وو چې د کار لپاره قندهار ته تللي وو. خو طالبان ادعا کوي چې دغه دوه تنه يې له دولت سره د همکارۍ په تور وژلي دي.
د غزني ولايت يوه سيمه ييز مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې امنيتي ځواکونو د دغو دووه تنو ځوانانو مړي پرون ناوخته د اندړو ولسوالۍ د ناني له کلي څخه ترلاسه کړي دي .
ددغه سيمه ييز مسوول د څرګندونو له مخې: قربانيان دکار لپاره قندهار ته تللي وو او له دولت سره يې هيڅ راز اړيکې نه لرلې.
طالبانو د قربانيانو له وژلو وروسته د دوى په جيبونوکې يو ليک ايښى دى چې پکې په دوى باندې له دولت سره د همکارۍ تور لګول شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته