امنیت

يو ديرش تنه دځمکې د غصبولو په تور ونيول شول

کابل باختر دسلواغي څوارلسمه

 يوديرش تنه پرون دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ دپوليسو له خوا دځمکې دغصبولو په تور ونيول شول .

  د  ٢٠٢ ساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل، په دغو کسانو ددغه  ولايت په غورګي او دګمه سيموکې په غصب  شويو ځمکو کې په خپل سر دکورونو دجوړولو تور لګول شوى دى چې دپوليسو له خوا  نيول شوي او پيښه تر څيړنې لاندې ده .

 دغه راز د ننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ پوليسو پرون داچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې په شپږ جريبه ځمکه کې  کرل شوي کوکنار واړول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته