ورزش

دافغانستان دکرکټ ملي ټيم ښه وځليد

کابل باختردليندۍ دمياشتې٨  نيټه  :
د هېواد دکرکټ ملي تيم  دعربي متحده اماراتو دکرکټ له ملي ټيم سره  دسيالۍ په لومړۍ ورځ ښه  وځليد.
دباخترآژانس  دخبرله مخې ؛ د متحده عربي اماراتو دکرکټ ملي ټيم پچه وګټله  اوتوپ اچونې پريکړه يې وکړه.
دهېواد دکرکټ دملي ټيم لوبغاړو داوبوظبي دزايد په لوبغالي کې دکرکټ په لومړۍ لوبه کې  د دريو  لوبغاړو په سوځيدو سره  درې سوه  منډې وکړې .
دهېواد دکرکټ ملي ټيم  دوه تنه ښه لوبغاړي احسان الله او رحيم شاه هريوه   له سلو  څخه زياتې منډې  جوړي کړې   .
دغه سيالۍ دکرکټ دنړيوالې شورا  دانترکانتيننټال په  چوکاټ کې داتو ټيمونو ترمنځ  له  ٢٠١٥  کال څخه پيل شوي دي چې دافغانستان دکرکټ ملي ټيم په پنځه واړو لوبو کې خپل سيالانو ته ماتې ورکړې  ده.
که چيرې دافغانستان ټيم وکولاى شي دعربي متحده اماراتو دکرکټ پر ټيم بريالى شى اويا لوبه برابره پاى ته ورسوي د انترکانتيننټال جام به هېواد ته راوړي  او دغه سيالۍ  څلور ورځې دوام کوي.
دآيرلند ټيم نن  دسکاتلند له ټيم سره ، دهانکانګ ټيم  دپاپيوګيونه له ټيم سره   او ناممبى دهالند له ټيم سره لوبې وکړې چې د دغو سياليو د دويم  او دريم مقام ګټوونکي مشخص شي .
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته