روغتیا

يو سوداګر د سرخ پارسا ولسوالۍ روغتيايي کلينيک جوړ کړ

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې پنځلسمه
د پروان ولايت د سرخ پارسا ولسوالۍ يو سوداګر په خپلو شخصي پيسو د دغې ولسوالۍ د روغتيايي کلينيک ودانۍ جوړه او نن يې د پروان د عامې روغتيا رياست په واک کې ورکړه.
د پروان ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر محمدقسيم سعيدي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د سرخ پارسا ولسوالۍ د ترکمن درې د روغتيايي کلينيک ودانۍ د سرخ پارسا ولسوالۍ د سوداګر ښاغلي انديشمند مرسته د درې سوو ډالرو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده چې له ټولو ملحقاتو سره يې اولس خوني لري.
ډاکتر سعيدي زياته کړه: د ترکمن درې روغتيايي کلينيک د پروان ولايت د عامې روغتيا رياست په چوکاټ کې جوړ شوى دى او د ولادي نسايي، کتنې ، پانسمان ، واکسين او درملتون څانګې لري چې د سيمې د پنځلسو زرو تنو اوسيدونکو د روغتيايي خدمتونو ستونزې لرې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته