خبرونهټولنه

په دايکنډي کې په يوه ترافيکي پيښه کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

 کابل، د زمري٢٨ مه، باختر

په دايکنډي کې په يوه ترافيکي پيښه کې ٥ تنه وژل شوي او يوولس تنه نور ټپيان شوي دي.

دغه پيښه هغه وخت د دايکنډي په شهرستان ولسوالۍ کې رامنځته شوه چې يو مسافر وړونکى فلاينکوچ موټر له واټ څخه ووت او چپه شو. دغه موټر له دايکنډي څخه د کابل په لور روان و.

د دايکنډي د ترافيکو لوى مديراسحاق علي راشيدي باختراژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې پنځه تنه وژل شوي  او يوولس نور ټپيان شوي دي.

د دغې پيښې د قربانيانو او ټپيانو په منځ کې ٤ ښځې او ٣ ماشومان هم شامل دي.

د دايکنډي د ترافيکو مدیر د موټر چلوونکي زيات ګړنديتوب او بې احتياطي د دغې پېښې اصلي علت بولي، خو مسافرين د سړک خرابوالى هم د دغې ترافيکي  پېښې لامل بولي.

روغتیاپالانو د دغې پيښې د دوو ټپيانو روغتيايي حالت نازک بللى دى.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا