
کابل / دوږي ٢٣مه /باختر:
د ښار جوړولو او اراضى وزارت په هېواد کې د څړځايونو د سروې، نښې کولواو ثبت بهير د تطبيق پر دوام ٣٤٣٦٦جريبه څړځايونه د دايکنډي ولايت په مربوطاتو کې سروې اوثبت کړي دي.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د ښار جوړولو او اراضى وزارت په هېواد کې د څړځايونو د سروې، نښې کولو او ثبتولو د پروژې له پيل څخه تراوسه پورې د هېواد په ٢٨ ولايتونوکې څه دپاسه درې ميليونه جريبه څړځايونه ثبت کړي دي.
د ښارجوړولو او اراضى وزارت د څړځايونو د سروې، نښې کولو اوثبتولو د پروژې په تطبيقولو سره د افغانستان د خلکو د ملي پانګې په توګه د عامه او خاصه څړځايونو څخه د سمې استفادې زمينه برابروي او د مناسبو شرايطو په برابرېدو سره به د اقتصادي اومالدارى په ودې سره د خلکو په ژوندانه کې بنسټېز بدلونونه رامنځته کړي .
ختم_ ج _اکرم