فرهنګTOP

محمدطاهرزهير: موږ دهغو آبدواو فرهنګي ميراثونو ساتنې او ترميمولو ته جدي اړتيا لروچې له خطر سره مخ دي

کابل / د وري ٦مه / باختر
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهيرنن په يوه خبري غونډه کې د تر خطر لاندې ميراثونو د ساتنې نړيوال بنسټ (الیف) ، آغاخان فرهنګي بنسټ او دافا بنسټ له مسوولينو څخه مننه وکړه چې د کابل پالاحصار پروژې کار یې ګړندی کړی دی او کیفیت ته یې هم پاملرنه کړېده.
دباختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د فرهنګ اوهنر معينيت د سرپرست مهندس عبدالاحد عباسي او د لرغونپيژندنې د رييس نوراغا نوري په ګډون د کابل په بالاحصارکې جوړه شوه، د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست وويل چې د بالاحصار د ترميمولواوبيارغاونې کار آغاخان فرهنګي بنسټ، د ترخطر لاندې ميراثونودساتنې نړیوال بنسټ (الیف) په مالي ملاتر پرمخ وړي او په همدې حال کې دافا موسسه د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د لرغونپيژندني رياست په همغږۍ د دغې پروژې د لرغونپوهنې کار ترسره کوي.
محمد طاهر زهيرد کابل د بالاحصار پروژې د کار د ګړندي کولواوکيفيت د ملاتړپه خاطر له دغوبنسټونو مننه او قدرداني وکړه او ويې ويل چې په افغانستان کې د ٤٠کلنې جګړې په بهيرکې ملموسواوناملموسو فرهنګي ميراثونوته زيات زيان اوښتي دى چې ساتنې، بيارغاونې او ترميم ته اړتيا لري.
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست د افغانستان د تاريخي ابدو او فرهنګي ميراثونود ساتنې ، بيارغاونې او ترميمولوپه برخه کې د (الیف ) بنسټ د ځانګړي ملاتړ اوپاملرنې غوښتنه وکړه .
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست د هرات د پنځم مناراونورو منارونواودغه راز دهېواد په ګوټ ګوټ کې د تاريخي ابدو اوفرهنګي ميراثونه چې له خطر سره مخ دي او زيان من شوي دي يادونه وکړه او ويې ويل چې دغه ميراثونه ساتنې اوڅارنې ته جدي اړتيا لري.
هغه زياته کړه: په بلخ، خوست ، غزني، اود هېواد د نورو ولايتونوبالاحصارونه د ټينګښت اوبيارغاونې اوترميمولو د کار پيل ته اړتيا لرو اودغه راز د شش پل کاروانسراي ساتنې اوترميمولو ته چې څه دپاسه زر کاله لرغونتيا لري، د جلال اباد د هډې، د بوډا مجسمو، تاريخي مقبرې اوګنبدې په تېره بيا د مولانا د پلار د کور اوخانقا ترميمول موږ ته زيات ارزښت لري .
وروسته د (الیف ) بنسټ رييس د دغه بنسټ د فعاليتونوپه اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې ( الیف ) په ٢٠١٧ کال کې ترخطر لاندې ميراثونود ساتنې په مقصد جوړ شوى دى اوهدف يې د افغانستان د فرهنګي ميراثونود ساتنې په خاطر همکاري ده.
هغه زياته کړه چې دغه بنسټ په افغانستان کې د ٧مليونوډالرو په لګښت پر ١٢ پروژو کار کوي اوپه پا م کې لري چې په راتلونکې کې په افغانستان کې زياتې پروژې ترکار لاندې ونيسي .
وروسته د دافا موسسې مسوول د دغې موسسې د فعاليتونوپه اړه معلومات ورکړل اوويې ويل چې دافا له زياتې مودې راپه دې خوا د فرهنګي ميراثونودساتنې په برخه کې همکاري کوي او اوس هم د کابل په بالاحصار کې د لرغونپيژندنې په پروژه کې کار مخ ته وړي.
په همدې ترتيب دآغاخان پنسټ د فرهنګي خدمتونو رييس اجمل ميوندي په خپلو خبروکې وويل چې دغه پنسټ په افغانستان کې د شل کلن کارپه موده کې د مهمو تاريخي آبدو څه د پاسه ١٥٠ پروژو کار ترسره کړى دى.
هغه زياته کړه چې د کابل بالاحصارد بيا رغاونې اوترميمولود کار لومړى پړاوبه ٤ کاله وخت ونيسي او په دې ساحه کې به د لرغونپيژندنې پارک هم جوړ شي.
هغه دغه راز د اطلاعاتواوفرهنګ له وزارت سره د دغه بنسټ دزياتوهمکاريو ډاډ ورکړ.
ختم-ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته