امنیت

طالبانو د قندهار يو پخوانى سيمه یيز مسوول وواژه

کابل / د غویي ۴مه / باختر
وسله والو طالبانو د قندهار يو پخوانى سيمه یيز مسوول په ډزو سره وواژه.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ يرغلګرو پرون ناوخته عبدالغني يار د شهرصفا- دامان په تګلوري کې له بڼ څخه يې وايسته او په ډزو سره يې وواژه.
يار زيات کلونه د معروف او شاه وليکوټ ولسواليو د ولسوال په توګه کار کړی و، خو اوس يې تقاعد کړی و.
د قندهار يو امنيتي مقام له باختر آژانس سره په اړيکه کې د دغه پخواني سيمه ييز مسوول وژل تاييد کړل او طالبان يې د دغې وژنې عاملین وبلل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته