(PS)خبرونه(PS)امنیت

په دایکنډي او غور کې د نشه يي توکو د تولید درې کارخونې له منځه یوړل شوې

کابل، د وري ۱۷مه، باختر

د دایکنډي او غور امنیتي مسوولین وايي، چې په دغو ولایتونو کې یې د نشه یي توکو د تولید درې کارخونې کشف او له منځه وړې دي.

د غور د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري باختر آژانس ته وویل، چې د دغه ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د استخباراتو ریاست له ځواکونو سره په همغږۍ د مرکز فیروزکوه ښار په تسرقي او میانجي کلیو کې د نشه يي توکو د تولید (یامه)دوې کارخونې له منځه وړي، چې په کې ۷ تنه هم نیول شوي دي.

ورته مهال د دایکنډي د امنیې قومندانۍ د مطبوعاتو آمر غلام علي جاوید باختر آژانس ته وویل، چې د دغه ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د اشترلي ولسوالۍ په اوشلیج کلي کې د نشه يي توکو د تولید (اومانو) یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا