خبرونهټولنه

په کندز کې پر زرګونو اړمنو کورنیو د مرستو د ويش بهير پيل شو

کابل ، د چنګاښ ۸ مه ، باختر

د کندز په خان آباد ولسوالۍ کې پر زرګونو اړمنو کورنيو د نغدي او خوراکي توکو د وېش بهير نن پيل شو.

د کندز د خان اباد ولسوال قاري نعمت الله صلاح الدين باختر آژانس ته وويل، چې( ASIO  ) موسسې په خان آباد ولسوالۍ کې له ٢٥٧٩ اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو او نغدو پيسو مرستې پيل کړې دي.

هغه زياته کړه، چې په مرسته کې ۱۰۰۰ اړمنو کورنيو ته یوه – یوه بورۍ اوړه، ٦ کيلو دال، ۵ کيلو غوړي او د ماشومانو لپاره د خوار ځواکۍ مواد ورکول کېږي او ۱۵۷۹ نورو کورنیو ته څلور میاشتې پرلپسې هره میاشت څلور-څلور زره افغانۍ ورکول کېږي.

د خان اباد ولسوال له اړمنو او مستحقو کورنيو سره د لا زياتو مرستو پر دوام ټينګار وکړ.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته