سیاست

په لوګرکې د نوم ليکنې لپاره دخلکو مراجعه پيکه ده .

کابل باختر د زمري لسمه :
په لوګر ولايت کې دجمهوري رياست د انتخاباتو لپاره دنوم ليکنې په لومړى پرړاو کې د ښځو ګډون پيکه و .
  دلوګرولايت دښځو دچارو رييسې شيما زرګر نن  دباخترآژانس له خبريال سره په خبروکې په دغه ولايت کې د جمهوري رياست د انتخاباتو لپاره د نوم ليکنې په لومړى پړاوکې دښځو دګډون د پيکه والي يواځنى علت د امنيت نشتوالى او په دغه بهير عامه ته پوهاوى وبلل .
  دې زياته کړه: ښځې يواځې دلوګر ولايت په مرکز پل علم ښار او دمحمدآغې او خوشي په ولسواليوکې کولاى شي په آسانى سره نومونه وليکي، خو د څرخ اوخروار په ګډون په زياترو نورو ولسواليوکې ښځې نه شي کولاى د راى ورکولو کارتونه ترلاسه کړي او يا دې په انتخاباتي مرکزونوکې دکارکوونکوپه توګه دنده ترسره کړي.
  شيمازرګر وايي چې تراوسه پورې په شرايطو برابر څه دپاسه پنځه سوه تنو ښځو دلوګر ولايت په مرکز کې نومونه  ليکلي دي اودخوشي اوبره کي برک په ولسواليو کې دښځو اونجونو نوم ليکنې لپاره مشخص ځايونه شته اوکارکوونکي يې هم ښځې اونجونې دي او د انتخاباتو د خپلواک کميسيون له خوا دعامه پوهاوى دپروګرامونو په عملي کولو سره دنوم ليکنې په مقصد دښځو شتون تر يوې اندازې پورې زيات شوى دى .
دلوګر ولايت دانتخاباتودخپلواک کميسيون مسوول خواجه رييس الله فضلي ددغه ولايت په ځينو سيموکې امنيتي ستونزې له انديښنو ډکې وبللې او له امنيتي مقاماتو څخه يې وغوښتل چې دامنيتي ستونزو په لرې کولوکې چې دنوم ليکنې دبهيرخنډ کيږي؛ زياتې هلې ځلې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته