اعلامیهامنیت

په دایکنډي د نشه یي توکو یوه کارخونه کشف او له منځه یوړل شوه

کابل، د کب ۸مه، باختر

د دایکنډي د امنیي قومندانۍ مسوولینو د دغه ولایت په اشترلي ولسوالۍ کې د نشه یي توکو د یوې کارخونې د له منځه وړلو خبر ورکړی دی.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ د مطبوعاتو آمر غلام علي جاوید باختر آژانس ته وویل، چې د دغه ولایت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د یوه کشفي راپور پر اساس د اشترلي ولسوالۍ په عروس کلي کې د نشه يي توکو یوه کارخونه له منځه وړې ده.

جاوید زیاته کړه، چې په دغه کارخونو کې بېلابېل ډوله نشه يي توکي او یو موټر هم نیول شوی دی.

نوموړي دغه راز وویل، چې د دغې قضیې په تړاو یې ۴ تنه نیولي، چې اوسمهال تر څېړنو لاندې دي.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا