ورزش

دفوټبال ملي ټيم وستايل شو.

کابل باختر د وږي پنځمه :
دهيواد دفوټبال دملي ټيم غړي دملي دفاع په وزارت کې د يوې غونډې په ترڅ کې  وستايل شول .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: د هيواد دملي دفاع وزير ستر جنرال بسم الله محمدي په دې پرتمينه غونډه کې په داسې حال کې چې دملي دفاع وزارت لومړۍ مرستيال څارنپوه عنايت الله نظري، دلوى درستيزمرستيال دګرجنرال ارکانحرب محمداکرم او ددغه وزارت يو شمير جنرالان او رييسان هم حاضر وو. د هيواد دفوټبال دملي ټيم له غړو سره ددغه وزارت په مقر کې وکتل.
دملي دفاع وزير دپاکستان په ملي ټيم دافغانستان دفوټبال دملي ټيم  دبرياليتوب له امله هغوى ته مبارکي وويله او زياته يې کړه: په دې دوستانه لوبه کې د هيواد دفوټبال دملي ټيم برياليتوب په هيوادکې د ورزشي د ودې او پراختياڅرګندوى دى. 
ده څرګنده کړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ددغه شان لوبو ترسره کول دکابل او اسلام آباد ترمنځ د ښواړيکو په ټينګښت کې اغيزمن رول لري.
دملي دفاع وزير څرګنده کړه چې ورزش د هيواد د ځوان نسل په جسماني پياوړتيا کې اغيزمن رول لري او دا کار د دې سبب کيږي چې زموږ دهيواد ځوانان داخلاقي انحرافاتو په لور له يون او په نشه يي توکو له روږديتوب څخه ډډه وکړي.
ده په دې لاره کې د هيواد دفوټبال دملي ټيم د غړو ورزشي چلنداو اخلاق وستايل  او زياته يې کړه چې ستاسو دغه کړه وړه نه يوازې په هيوادکې د ورزش د پراختيا سبب کيږي بلکې په افغانستان کې د ملي يووالى دپراختيا لپاره هم زمينه مساعدوي.
  دملي دفاع وزير د المپيک دملي کميټې له رييس څخه وغوښتل چې په هيواد کې د ورزش  د فرهنګ د پياوړتيا لپاره زياتې هلې ځلې وکړې چې ځوانان  ورزش ته  مخه وکړي .
  وروسته  د المپيک دملي کميټې  لوى رييس جنرال محمد ظاهر اغبرد ملي دفاع وزارت له خوا  د فوټبال دملي ټيم دغړو دهڅونې له امله قدرداني وکړه او ويې ويل  چې دغه شان هڅونې دهيواد د ورزشکارانو د روحيې په لوړولوکې اغيزمن رول لري .
  ده دغه راز دافغانستان له دولت څخه وغوښتل چې دفوټبال له ملي ټيم سره خپل  ملاتړپياوړي کړي اودهيواد د فوټبال فدراسيون په واک کې زيات امکانات ورکړي.
په پاى کې دملي دفاع وزير هغه ستاين ليک چې ددغه وزارت له خوا برابر شوى و  دفوټبال دملي ټيم  ښوونکى او ددغه ټيم فدراسيون ته ورکړ.
  له دې سره جوخت دهيوا دملي دفاع وزارت مسوولينو هغه سوغاتونه چې ددغه وزارت له خوا برابر شوي و؛ دهيواد دفوټبال دملي ټيم په غړو وويشل .
ديادونې وړ ده چې ددغې غونډې په پاى کې د هيواد يو تن ملي سوداګر انجنير همايون هريرود هم دهيواد دفوټبال دملي ټيم له غړو سره نغدي مرستې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته