جلال آباد باختر دغويي دمياشتې ٢٧ :
په ننګرهار ولايت کې نن د هوايي بريد له امله شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
په دغو وسله والوطالبانو د چپرهار ولسوالۍ په يوه پټنځي کې بريد وشو.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان هغه وخت چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو، هوايي بريد پرې وشو.
1 د یوې دقیقې څخه لږ