
کابل، د زمري ۳۱مه، باختر
د دایکندي ولایت د کیسو ولسوالۍ اړوند په تمران سیمه کې د کیسو، کیتي او تمران سیمو د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال ټورنمنټ د استقلال کیسو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
په دې سياليو کې د جوانان شنیه، میهن سازان کیسو، استقلال کیسو، سلیمان تمران، شهید مطهري، صحرا مزار، جوانان لروج او آلوچه لوبډلو برخه اخیستې وه او درې ورځې یې دوام وکړ.
د ټورنمنټ پای لوبه د استقلال کیسو او د شینې ځوانانو د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په نتیجه کې د استقلال کیسو لوبډلې د ۰-۳ میدانونو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دغه سيالۍ د دايکنډي ولايت د بدني روزنې او سپورټ امریت له لوري د سپورټ د ودې او پراختيا او سپورټ ته د ځوانانو د هڅونې په موخه ترسره شوې.