
کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر
د دایکنډي امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ پر ۱۹۰۰ منسوبینو یونیفورم ووېشل شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د دغه ولایت والي حاجي عبید امنیتي منسوبینو ته په وینا کې وویل، چې نه باید له دغه یونیفورم څخه غلطه ګټه واخلئ بلکې؛ باید د اسلامي امارت د اصولو سره سم د افغانستان خلکو ته خدمت وکړئ.
د دايکنډي امنيه قومندان ملا صديق الله عابد د يونيفورم په اړه وويل، چې دغه يونيفورم به د امنيه قومندانۍ پر ۱۹۰۰ منسوبینو ووېشل شي، چې د امنیت په تأمین کې به ګټور تمام شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د ولسونو په همکارۍ په دغه ولایت کې امنیت تامین شوی او ټولې چارې په ډاډمن ډول پرمخ روانې دي.
لمر