
کابل، د لېندۍ ۹مه، باختر
د دایکنډي د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په سنګتخت ولسوالۍ کې د اوبو رسولو ۶ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دایکنډي د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې په سنګتخت ولسوالۍ کې د اوبو رسولو دغه ۶ پروژې د (NCA) موسسې له لوري د ۸۲ زره ۴۴۸ امریکایي ډالرو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادونې وړ ده، چې د دغو شبکو په رغولو سره ۲۱۲ کورنۍ له پاکو اوبو څخه برخمنې شوې.
لمر