کابل باختر د چنګاښ شلمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي مایکل میلبن او د دغې ټولنې د هېوادونو له سفیرانو سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو غاړو د پارلماني ټاکنو په کېدو، کابل پروسې او د هغې په راتلونکي، نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول اروپايي ټولنې سره د افغانستان په مناسباتو بحث او خبرې وکړې.
جمهوررئیس د کابل پروسې په ناسته کې د اروپايي ټولنې د هېوادونو د سفیرانو له فعال ګډون او ملاتړ څخه مننه وکړه چې دا پروسه یې بریالۍ کړه.
همداراز د هېواد جمهوررئیس په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول ټاکنو، امنیت، انکشاف، روغتیا، پوهنې او د افغانانو تر څنګ د درېدو په خاطر د اروپايي ټولنې هېوادونو د مرستو د دوام، قدرداني وکړه.
ورپسې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي مایکل میلبن د نورو په استازیتوب خبرې وکړې، وې ویل: موږ په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د پرمختګونو ملاتړ کوو او په دغه ډګر کې هر راز همکارۍ ته چمتو یوو.
هغه د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ اړیکې پخوانۍ وبللې او له افغانستان سره یې د دغې ټولنې د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
جمهوررئیس دغو سفیرانو ته وړاندیز وکړ چې د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا په خاطر دې دا ډول غونډې په راتلونکي کې هم جوړې شي.
د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو سفیرانو د جمهوررئیس د وړاندیز هرکلی وکړ او په دې خاطر یې ورڅخه مننه وکړه چې د افغانستان دولت د سیاسي او دیپلوماتیکو استازولیو او دیپلوماتانو امنیت ته ځانګړې پاملرنه کوي.
په پای کې جمهوررئیس غني له افغانستان سره د بین المللي سازمانونو، مرستندویه موسسو او شریکانو له همکارۍ او ملاتړ څخه مننه وکړه وې ویل، ستاسو امنیت موږ ته مهم دی.
0 1 دقیقه لوستل