کابلباختر د کب ١٥
دهيواد د شپاړس کلنو ځوانانو د کرکټ ملي ټيم د تايلند د چلنج کپ په سياليو کې د بو تان ټيم ته ماتي ورکړه
د کرکټ بورد درسنيو مسول فر يد احمد هوتک د باختر اژانس خبريال ته وويل په دې سيالۍ چې پرون مازيګر تر سره شوه د افغانستان ټيم لوبه پيل کړه چې په څلويشتو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځيدو سره خپل سيال ته يې ددرې سوه پنځوسو منډو هدف وټاکه چې د بوتان ټيم ټا کلي هدف پوره نه کړ او يواځې يې وکولاى شول چې درې څلويښت منډي جوړي کړى او ټول لوبغاړي وسوځيدل .
دغه سيالۍ دشپږو هيوادونو ترمنځ په تايلند کې پيل شوي دي
د افغانستان د کرکټ دټيم دويم برياليتوب دي او ټاکل شوې ده ددوى دريمه لوبه د متحده عربي اماراتو له ټيم سره وشي
د کرکټ بورد اجرائيوى رييس نسيم الله دانش وايي د زياتي خو شحالۍ ځاى دى چې زموږ ټيم تر او سه پوري دوه لوبې ترسره کړي دي او د واړه يې ګټلي دي او موږ باور لرو چې زموږ د شپاړس کلن د کرکټ د ملى ټيم ځوانا ن په خپلو هلو ځلو سره زيات برياليتوبونه ترلاسه کړي
دده دڅرګندونو له مخې که چيري زموږ ټيم و کولاى شي پنځه لوبې وګټي فاينل ته لاره پيدا کوى اود ايلت کپ سياليو ته لاره مومي.