امنیت

د ملي اردو دکنډکونو قوماندانانو ته دقوماندانيت کورس جوړشو

کابل- باختر د کب دمياشتې ١٥
د ملي اردو لوى درستيز ټينګارکوي چې قوماندانيت او رهبريت  دقوتونوپه رهبرۍ کې  اساسي  اوبنسټيز رول لري.
دملي دفاع وزارت  دوياند مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :
دملي اردو لوى درستيز ستر جنرال  ارکانحرب قدم شاه شهيم  چې نن يې دملي اردو دکنډکونو دقوماندانانو د کورس ددويم پړاو دپيل په وخت کې  خبرې کولې څرګنده کړه  چې   ددغه شان کورسونو  جوړول  په ظرفيت جوړولو او دملي اردو  دقوتونو  په رهبرۍ کې اساسي رول لري.
ده هيله څرګنده کړه چې ددغه کورس برخه وال وکولاى شي له هغه څخه دخپلې مسلکي اوتخصصي پوهې په وده کې کار واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته