سیاست

ادريس زمان د هالند د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل

کابل/ د ليندۍ ١٦مه /باختر
د هېواد د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ادريس زمان د هالند د بهرنيو چارو له وزير  سره په براتسلاو کې وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ: د کتنې په پيل کې ادريس زمان د افغانستان دولت د سولې اووه فقره يزې طرحې او د افغانستان په سولې او ثبات کې د سيمې هېوادونو د رول په اړه خبرې وکړې.
دواړو لورو د آسيا زړه – استانبول بهير د وزيرانو د کنفرانس په اړوند چې د ډسمبر په  ٩ مه به جوړه شي؛ خبرې وکړې.
هغوى په لوګرکې د ښوونځيو له ماشومانو څخه د ناوړې استفادې د تورونو په اړوند د خپرو شويو رپوټونو پر جزئياتو هم خبرې وکړې.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته