خبرونهامنیت

په دایکنډي کې د نشه یې توکو یوه کارخونه کشف او په تړاو یې ۷ تنه ونیول شول

کابل، د تل ۲۸مه، باختر
د دایکنډي امنیتي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په سنګتخت ولسوالۍ کې د نشه یي توکو یو کارخونه کشف او په تړاو یې ۷ تنه نیول شوي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې، له نیول شویو کسانو څخه ۷ کیلو ګرامه هیروین، ۵۰ کیلو ګرامه اوومان او یو شمېر نور د نشه یي توکو د تولید وسایل نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم د دغه ولایت په میرامور ولسوالۍ کې د نشه یي توکو یوه کارخونه کشف شوې وه.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا