اقتصاد

په زرنج کې پنځه زره هکتاره ځمکه خړوبيږي

په زرنج ښار پورې اړوند د (خوابګاه) د کلي کانال پرون ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.

 د نيمروز د والي وياند احمد عرب د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه کانال د انرژۍ او اوبو وزارت د معين او د نيمروز ولايت د والي او د دغه ولايت د دولتي ادارو د رئيسانو، د ولايتي شورا د غړو، مخورو، قومي مشرانو او د خوابګاه د کلي د خلکو په شتون ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

خبرځاى وويل: د دغه کانال د جوړولو لګښت (دوه سوه اته پنځوس ميليونه) افغانۍ د نړيوال بانک له خوا ورکړاى شوې دي او کار يې د انرژۍ او اوبو وزارت له خوا په يو کال کې بشپړ شوى دى.

د هلمند د فرعي سمندري حوزې رييس انجنير محمدنبي محبوب وويل چې له دغه کانال څخه په ګټې اخيستنې سره به پنځه زره هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبه شي او څه ناڅه پنځه زره کورنۍ ورڅخه ګټه اخلي.

 ده زياته کړه چې د دغې پروژې اساسي موخې د خوابګاه د کلي د کانال بيا رغاونه او د کرنيزو ځمکو زياتوالى او د خوابګاه د کلي خلکو او بزګرانو ته د کارموندنې د زمينې برابرول دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته