امنیت

د پاکستاني طالبانو د تحريک د شورا کليدي غړى ووژل شول.

پيښور- دان- باختر دکب دمياشتې ٥
د پاکستاني ورځپاڼې  ډان دانترنټي سايټ  دخبرله مخې :  دپاکستاني طالبانو دتحريک يو کليدي غړى عصمت الله شاهين بيټنى نن سهار دشمالي وزيرستان دقبايلي سيمې غلام خانه په ناحيه کې دناپيژندل شويو کسانو په  ډزو سره ووژل شو.
دباختر آژانس دخبرله مخې :  په دغو ډزو کې چې دوسله والو موټر سايکل سپرو   له خوا دغلام خانه  د ناحيې په درګامنډيي سيمه کې وشوې د ده درې تنه ملګري هم  وژل شوي دي .
دپاکستاني طالبان ډلې تراوسه پورې دعصمت الله وژل کيدل نه دي تاييد کړي.
نږدې   يوه  مياشت مخکې هم  په شمالي  وزيرستان کې د  هوايي   بريد له امله
دعصمت الله شاهين  بيټني  د وژل کيدو په باره کې نه  تاييد شوي رپوټونه  خپاره شوي وو .
عصمت الله شاهين بيټنى دحکيم الله مسعود له  مړيڼې  وروسته دپاکستاني طالبانو دتحريک د رييس په توګه ټاکل   شوى  و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته