امنیت

: په غور کې اووه زره تنه غير مسوول وسله وال کسان فعاليت کوي .

کابل باختر دوري: دمياشتې ٢٢
په غور ولايت کې په قومي نښتو  دغيرمسوولو وسله وال کسانو شتون ددغه ولايت دامنيت په  وړاندې اساسي چلنجونه  دي .
دغور ولايت وياند عبدالحي  خطيبي  دباختراژانس خبريال ته وويل: چې له غير مسوولو وسله والو کسانو او زبرځواکوسره دغيرقانوني  وسلو شتون تل دغور ولايت امنيت ګواښلى دى او سيمه ئيز حکومت  او نور بنـسټونه چې په دغه ولايت کې دسولې دتامينولو لپاره فعاليت کوي ددغو ننګونو دحل کولو  ځواکمني  نه لري .
خطيبي  زياته کړه چې زياتره دغه  وسله وال کسان دغور ولايت په لرې پرتو سيمو او ولسواليو کې شتون لري او سربيره پردې ددغه ولايت غرني والي او دهغه دپولو ناامنۍ ددغه ولايت ناامنۍ زياتې کړي دي .
دغور ولايت  دافغانستان په لويديځ  کې يو غرنى ولايت دى چې دسيمه ئيزو مسوولينو دڅرګندونو له مخې په دغه ولايت کې څه دپاسه اووه زره تنه غير مسوول  وسله وال کسان  په غيرقانوني ډول فعاليت کوي چې په زياترو مواردو کې  دوسله والو طالبانو ملاتړ هم کوي  او له هغوى  سره هراړخيزه همکاري کوي .
ده زياته کړه چې ددغو وسله والو کسانوبې وسلې کول دغور ولايت دسيمه ئيزو مسوولينو له توان  څخه بهردى  او په دې برخه کې دې بايد مرکزي حکومت  جدي اقدام وکړي .
دغور ولايت وياند زياته کړه چې له غير مسوولو وسله والو کسانوسره دغيرقانوني وسلو شتون ، په دولت کې دوسله والو مخالفو ډلو پراخ شتون او فعاليت او دغه ولايت ته دمرکزي دولت نه پاملرنه په غور کې  دخپل منځي  نښتو ستر عوامل دي څه موده مخکې  هم دغور ولايت سرپرست دغير مسوولو  وسله والو کسانو دورانکارو او ددولتي ضد فعاليتونو په وړاندې ددغه ولايت دسيمه ئيز حکومت دغه ځواکمني له امله انديښنه څرګنده کړې  ده او له مرکزي  حکومت څخه يې غوښتي وو چې ددغو کسانو دبې وسلې کولو او د پوځي ځواکونو او تجهيزاتو دزياتولو په برخه کې  دغه ولايت ته جدي پاملرنه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته