امنیت

د نشه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي په جوزجان کې ونيول شول

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢٢ :
د جوزجان پوليسو پرون دوه تنه د نشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول .
د جوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت ترکستاني باختر آژانس         ته وويل: دغه کسان د شبرغان ښارته د ننوتو په کمربندکې ونيول شول چې دواړه يې د بدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ اوسيدونکي دي.
خبرځاى زياته کړه: نيول شوي کسان د هېواد په شمال کې د نشه يي توکو د قاچاقو له رهبرانو څخه دي چې هيروئينو دتوليدسترې کارخانې کنترول او اداره کوي.
ويل کيږي دغو دوو تنو زيات کسان ګومارلي وو چې د هغوې لپاره په تخار ، بلخ، سمنګانو، بغلان، فارياب، بادغيس او جوزجان ولايتونوکې د دوى د نظر وړ سيمو ته نشه يي توکي قاچاق کړي.
ترکستاني زياته کړه: دغه کسان له زياتې مودې را په دې خوا دامنيتي ځواکونو تر تعقيب لاندې وو او د هغوى د نيولو حکم پخوا د محکمې له خوا صادر شوى و.
د امنيه قوماندان د څرګندونوله مخې:  دوى نيت درلود ترڅو له جوزجان ولايت څخه فارياب ته او وروسته د بادغيس ولايت ته لاړشي چې د جوزجان ولايت په مربوطاتوکې د سلطان کوټ په عبوري دروازه کې ونيول  شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته