ټولنه

د پکتیکا خلک: زده کړو ته په هرڅه لومړیتوب ورکوو

ښرنه باختر غبرګولي د میاشتې ۲۲ مه
د پکتیکا ولایت د یحیی خیلو ولسوالۍ سلګونه قومي مشرانو، او  ځوانانو په خپله ولسوالۍ کې کلي په کلي؛ کور په کور وګرځیدل او زده کړو ته يې د نوی ماشومانو د جلب په برخه کې ولسونه تشویق کړل.
قومي مشرانو باختر اژانس ته  وویل : زده کړې دي چې ټولنه له بد بختیو او ناخوالو څخه د تمدن او پر مختګ لوړو پړونو ته رسوي او ولسونو ته د سوکالۍ او ارامۍ زمینه برابره وي.
دوی زياتوي چې نجونو ته هم باید د زده کړو اجازه ورکړل شي او د ماشومانو د زده کړو پر وړاندي ټول پراته خنډونه له منځه يوړل شي.
دوی د پکتیکا د پوهنې ریاست مسؤلینواو دولتي چارواکو ته ډاډ ورکړ چې د پوهنې اړوند هر راز همکاریو ته تیار دي.
دوی دغه راز ژمنه  وکړه چې په پکتیکا کې به تعلیمي انقلاب راولي او هیڅ یو ماشوم او جینۍ به نور نه پریږدي چې د تعلیم له حقوقو څخه بې برخې او محرومه پاتې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته