(PS)خبرونه(PS)ټولنه(PS)ښوونه او روزنه

په دایکنډي کې له سلګونو کسانو د سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه

کابل، د غوايي ۱۹ مه، باختر

د دایکنډي د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې له ۳۱۰ مجاهدینو څخه د سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه.

د دایکنډي د پوهنې رییس مفتي رحمت الله مدثر د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې په ده ولایت کې له ۳۱۰ مجاهدینو څخه د پوهنې وزارت د کړنلارې له مخې د سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه.

له بلې خوا د دایکنډي ولایت د دفتر رییس مولوي حاجي نور خلیل هم د پوهنې وزارت له دغه اقدام څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې یاد مجاهدین به له دې لارې څخه خپلو خلکو ته خدمت وکړي.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا