
کابل، د مرغومې ۲۷ مه ، باختر
د دایکنډي د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې ۹۴ قلمه تاريخ تېره درمل راټول او سوځولي دي.
د دایکنډي د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو مدیر قربان علي الهام د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې یاد درمل د عامې روغتیا د څارنې او څېړنۍ ټيم له لوري راټول شوي و، چې نن وسوځول شول.
جهانیار