-جلال آباد/ باختر د وږي دويمه :
په ننګرهار ولايت کې له څه دپاسه ٣٠٠ جګړې ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه.
په دې مرسته کې خوراکي توکي، جامې او د پخلنځي لوازم شته چې د مرستندويو بنسټونو له خوا د جګړو له امله په څه د پاسه درې سوه زيانمنو شويوکورنيو وويشل شوه .
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو د ادارې يوه مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه کورنۍ د جګړو له امله د ننګرهار ولايت په اړوندو ولسواليوکې له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه د جلال آباد ښار ته ګډه شوې وې او مرستو ته يې اړتيا لرله .
0 د یوې دقیقې څخه لږ