سیاست

دافغانستان اجرائیه رئیس په بهرنیو چارو کي د هندوستان د دولت له وزیر سره ولیدل

کابل باختر دليندى څليرويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د چین د ولسي جمهوریت په ژانګژو ښار کي د شانګهای سازمان دصدراعظمانو د ۱۴ غونډي تر پیل مخکي، په بهرنیو چارو کي د هندوستان د دولت له وزیر ویجی کمار سینګ سره وکتل.
په دغه لیدنه کي د دواړو هیوادونو ترمنځ د هر اړخیزو اړیکو پر زیاتوالي او بهترۍ او په سیمه کی د نوو ایجاد سوو ننګوونو سره پر مبارزه او له فرصتونو څخه پر ګټه اخستني خبري وسوې.
د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په ننۍ کتنه کي د تیرو کلونو پرمهال د هند له هر اړخیزو مرستو، چي په ملکي او نظامي برخو کي یې کړې، مننه وکړه او هندوستان یې د افغانستان یو ښه ملګری وباله.
ده همداراز د افغانستان د هوايي قواوو د پياوړتيا په خاطر د هند هیواد د څرخي الوتکو مرسته هم د دوه اړخیزو اړیکو د غښتلتیا لپاره اساسي ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه، چي ورته همکارۍ دوام پیدا کړي.
ده د داعش د ترورستي ډلي حضور ته په اشارې سره وویل، چي په سیمه کي نوي خطرونه ایجاد سوي او اړتیا ده، چي له دغو خطرونو سره په ګډه مبارزه وسي.
ډاکټر عبداالله زیاته کړه، چي افغانستان او سیمه د خطرونو ترڅنګ یو لړ اقتصادي فرصتونه هم لري او په دې برخه کي د چاه بهار بندر او د زرنج – دلارام سړک رغونه یو له لویو اقتصادي، ټرانزیټي او سوداګریزونو فرصتونو څخه دي، چي باید ورڅخه لازمه ګټه پورته سي.
اجرائیه رئیس د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کي د اسیا د زړه په کنفرانس کي مطرح سوي موضوعات او هلته د سوو ژمني عملي کېدل او همداراز د ټاپې پروژې پیل د سیمي د ثبات او اقتصادي ودي لپاره مهم وبلل.
په بهرنیو چارو کي د هندوستان د دولت وزیر ویجی کمار سینګ د هیواد له اجرائیه رئیس سره په کتنه کي افغانستان د خپل هیواد دایمي دوست او با اعتماده همکار وباله او زیاته یې کړه، چي دوی له داسي یوه همکار او دوست سره د اړیکو پراختیا ته ځانګړی نیت لري.
ده وویل، چي د اقتصادي او نظامي همکاریو زیاتوالی کولای سي دواړه هیوادونه خپلو مشترکو موخو ته ورسوي او په سیمه کي له تر لاسه سوو فرصتونو څخه اساسي ګټي اخستني ته زمینه مساعده کړي.
د ده په خبره، چي هیواد یې د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو پياوړتيا ته ترجیح ورکوي او فکر کوي، چي دا قوت کولای سي د سولي له راتګ سره مرسته وکړي.
د ښاغلي سینګ په خبره، چي په سیمه کي تازه راټوکېدلي امنیتي خطرونه د اندېښنې وړ دي، خو هیله یې وښوده، چي له دغو خطرونو سره پر وخت او زمان مبارزه وسي او نور سرخوږی ایجاد نکړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته