امنیت

يو تن د وسله والوکسانو له خوا ترور شو

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
يو سړى تېرماښام دشخصي دښمنيو له امله دخپل کوربه وړاندې په ډزو سره ووژل شو.
دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ اوپراسيون آمر سمونوال اسدالله حميدي دباختر آژانس خبريال ته وويل: د کاپيسا ولايت د کوهبند ولسوالۍ د دونامې د کلي په اوسيدونکى عظم الدين تېر ماښام د فدامحمد له خوا چې شخصي دښمني يې لرله؛ د کور په وړاندې يې ډزې وشوې او ووژل شو.
حميدي څرګنده کړه: قاتل له ساحې څخه تښتيدلى؛ خو د پوليسو تر څارنې لاندې دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته