سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د افغانستان او هند ترمنځ اړیکې د ښه والي په حال کې دي

 کابل / د غبرګولي ۱۰ مه / باختر

د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت سرپرست ویلي چې د کابل او دهلي ترمنځ اړیکې د ښه والي په حال کې دي او له هغه هېواد څخه یې غوښتي چې په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

د باختر آژانس مبصر لیکي: د اسلامي امارت د بهرنیوچارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د افغانستان او هند ترمنځ اړیکې د ښه والي په حال کې دي او هیله کېږي چې هند په کابل کې خپل سفارت بیا پرانیزي.

په کابل کې د هند سفارت د پرانیستلو په اړه د اسلامي امارت د جکپوړي غړي انس حقاني له بلنې وروسته د اسلامي امارت د ديپلوماسۍ د دستګاه رییس امیرخان متقي د افغانستان د نوي نظام دویم جګپوړی مقام دی چې له هند څخه غوښتنه کوي، چې په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

افغانستان او هند لرغونې تاریخي اړیکې لري او هند زیاتره په افغانستان کې له واکمنو نظامونو سره اړیکې درلودې.

هند په ۱۹۵۰ کال کې له بریتانیا څخه د خپلې سیاسي خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته له افغانستان سره دیپلوماتیکي اړیکې ټينګې کړې دي، له هغه وخت څخه تراوسه پورې یې په افغانستان کې زیاتې بنسټیزې پروژې تطبیقې کړې او یو لړنورې پروژې هم ترلاس لاندې لري. همدغه دلیل دی چې د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت سرپرست ټينګارکوي چې دغه دواړه هېوادونه باید اقتصادي ، سیاسي او ديپلوماتیکي اړیکې ولري او هند په افغانستان کې د خپلو پروژو کاربیا پیل کړي.

په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونود سیاسي نمایندګیو د فعالیت دوام لپاره مهمه مسئله د هغوی د امنیت د تامینولوڅرنګوالی دی. په داسې حال کې چې اسلامي امارت په بار بار ډاډ ورکړی چې دوی به د بهرنیو نمایندګیو امنیت په بشپړ ډول ټینګ کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دغه اندېښنې څېړلي او ډاډ یې ورکړی دی چې اسلامي امارت د نورو بهرنیوهېوادونود سفارتونو او قنسلګریو په شان په افغانستان کې د هند د سفارت او د نورو سیاسي نمایندګیو امنیت تامینوي او هغه ته به ځانګړې پاملرنه وکړي .

هغه دغه راز ویلي چې افغانستان هیڅکله اجازه نه ورکوي چې له دغه هېواد څخه د نورو پرخلاف استفاده وشي .

د یادونې وړده چې په دې وروستیو ورځو کې هندي رسنیو په مسلسل ډول په افغانستان کې د هند د سیاسي نمایندګیود فعالیت د پیل په اړه یو لړمطالب خپاره کړي.

په کابل کې د هند سفارت له پرانیستلوڅخه د اسلامي امارت غوښتنه دا روښانه کوي چې اسلامي امارت له بهرنیو هېوادونو سره په تعامل کې په بریالیتوب سره عمل کوي او د هند په ګډون د ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو تامینول اسلامي  امارت ته یو لومړيتوب دی.

اسلامي امارت غواړي د سیمې هغه هېوادونه چې په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان کې د یواو بل په نسبت رقابتي نظردرلود د همکارۍ او د سیمې د همپالنې خبرو ته را وکاږي .

له اسلامي امارت سره د اړیکو د عادي کولو په نسبت د هند تمایل د اسلامی امارت د هلو ځلو نتیجه ده چې تل یې ټينګارکړی چې د نړۍ له هېوادونو او په لومړي ګام کې له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونوسره یې د تعامل لاره خپله کړې او هغې ته دوام ورکوي.

له نړۍ سره د تعامل د مفکورې تحقق به افغانستان د ګټورې همکارۍ په ډګربدل کړي چې دا د اسلامي امارت غوښتنه ده.

ج-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته