خبرونهاقتصادټولنهTOP

هرات ته له ترکمنستان څخه ۱۰۰ مېګا واټه برېښنا واردېږي

کابل، د چنګاښ ۲۹ مه، باختر
د افغانستان برېښنا شرکت، ترکمنستان او چالیک ترکي کمپنۍ په درې ورځنۍ غونډه کې د اندخوی ـ شبرغان ـ پلخمري ۵۰۰ کیلو ولټ مزي، له ترکمنستان – افغانستان او پاکستان ته د برېښنا لېږد (TAP) او نورالجهاد سب سټېشن پروژو په اړه مهمې پرېکړې کړې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا محمد عیسی ثاني په مشرۍ د ترکمنستان برېښنا ترکمن انرګو رئیس دردي الیاسف، د ترکمنستان- افغانستان- پاکستان په مسیر کې د برېښنا نړېوالو پروژو مشر میر ارتیکوپ او دغه راز د چالیک ترکي کمپنۍ اجرائیوي مشر ښاغلي حکمت سیزر تر منځ درې ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده.
په غونډه کې کې د اندخوی – شبرغان – پلخمري په لاره کې د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد مزي پروژې په اړه پریکړه شوې چې ترکمن به په څو راتلونکو ورځو کې مالي او تخنیکي وړاندیزونه د افغانستان برېښنا شرکت ته د کتنې لپاره ولېږي او د افغانستان برېښنا شرکت به خپله پریکړه د لوړپوړو چارواکو له تائیدۍ څخه وروسته د وړاندیزونو پر بنسټ وړاندې کړي.
په دې کتنه کې له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د برېښنا لېږد پر (TAP) پروژې هم خبرې شوي او دواړو لوریو د دې پروژې پر وړاندې د پرتو خنډونو او کاري بهیر د دوام پر حل لارو په تفصیل خبرې کړي او اقتصادي برخه کې د مهمو بنسټیزو پروژو لپاره د نړېوالو مرستو پر ټکني کېدو هم بحث شوی دی.
په غونډه کې د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ له لوري د هرات ولایت نورالجهاد سب سټيشن پروژې په اړه هم ترکمنستان لوري سره خبرې شوي او د تجهیزاتو رالېږد برخه کې د شویو پرمختګونو په اړه معلومات شریک شوي دي، یاده پروژه به د یوې اوونۍ په اوږدو کې پیل او له بشپړېدو وروسته به هرات ولایت ته له ترکمنستان هېواد څخه ۱۰۰ مېګا واټه برېښنا وارده شي.
د ترکمنستان برېښنا (ترکمن انرګو) رئیس ډاډ ورکړی، چې د افغانستان برېښنا شرکت له لوري شوي وړاندیزونه به د خپل دولت له مشرانو سره شریک کړي او پایلې به یې راتلونکو ناستو کې د افغانستان برېښنا شرکت مشرتابه سره شریکې کړي.
د دې درې ورځنۍ ناستې په پای کې د افغانستان برېښنا شرکت، ترکمن انرګو او چالیک ترکي کمپنۍ ترمنځ ګډ پروتوکولونه لاسلیک شوي او یادو لوریو د ګډو همکاریو پر دوام د ټېنګار تر څنګ راتلونکې کې پر مهمو اقتصادي پروژو د ناستو بیا ځلې ترسره کېدو ډاډ ورکړی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته