امنیت

دسولې له بهير سره دوسله والو طالبانو د دووتنو قوماندانو پيوستون.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٨
دوسله والو طالبانو دوه تنه قوماندانان له خپلو لسو تنو افرادو سره په هرات ولايت کې له جګړې څخه لاس واخست او دسولې له بهير سره يوځاى شول .
دغه قوماندانان له خپلو افرادو سره دهرات دسوزګدر په سيمه کې په ترورستي فعاليتونو بوخت و .
دهرات ولايت دملي امنيت يو خبرځاى باختر آژانس ته وويل : دغه قوماندانان
د دوى په هلوځلو سره سولې له پروګرام سره يوځاى شول .
دغو قوماندانانو ژمنه کړې ده  چې وروسته له دې به  دخپل هيواد د امنيت دتامينولو او دبيارغونې په برخه کې ونډه واخلي.
ويل کيږي ،دغو قوماندانانو خپلې وسلې او مهمات هم دولت ته سپارلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته