امنیت

دکابل ښار په قابل باي ساحه کې دځانمرګي بريد له امله يوملکي وګړى شهيد شو .

کابل باختر دمرغومي پنځلسمه :
په هغه ځانمرګي  بريد کې چې نن له غرمې وروسته دکابل ښار په نهمې ناحيې پورې اړوند دقابل باي په ساحه کې  ترسره شو يوملکي وګړى  شهيد او پنځلس تنه نور ټپيان شول .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې،  نن له غرمې وروسته يوه ځانمرګي يرغلګر په چاوديدونکو توکو ، دخپل موټر دکابل ښار  په نهمې ناحيې پورې اړوند دقابل باي په بازار کې  داروپا داتحاديې دپوليسو وسايطو ته څيرمه وچاوه .
له دغې  پيښې  وروسته ساحه  دپوليسو له خوا کلابنده شوه او رسنيو ته اجازه ورنه کړى شوه چې دپيښې ساحې ته ورشي .
دکابل دپوليسو يوه مسوول تاييد کړه چې پيښه  دځانمرګى بريد زيږنده وه .
  ده په دې پيښه کې ديوه ملکي وګړى شهادت تاييد کړ او ويې ويل چې په دې پيښه کې څلور تنه بهرني پوځيان ، دعامه محافظ څلور تنه پوليسان او اووه تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي،  د ځانمرګي  يرغلګر مړى ټوټې ټوټې  شوى دى او دپيژندنې وړ نه دى .
په دې پيښه کې څلور ملکي موټرونه ويجاړ شوي او دپيښې ځاى ته څيرمه دوکانونواوکورونو ته زيان اوښتى دى .
دعامې روغتيا وزارت دمرکز دروغتونونو رييس ډاکتر سيد کبير اميري وويل چې په دې پيښه کې لس تنه  ټپيان دوزير محمداکبرخان په روغتون کې بستر شوي دي.
په کابل کې نننۍ ځانمرګي بريد ټيک له هغه ځانمرګي بريد څخه اتلس ورځې وروسته ترسره کيږي چې دروان کال  دليندۍ دمياشتې په اووه ويشتمه نيټه دتره خيلو دتنګي په ساحه کې  ترسره شو او له امله يې  دپوليسو يوافسر  شهيد شو .
ديادونې وړ ده هغه تروريستي کړۍ چې امنيتي بنسټونه  جرړې يې د ديورنډ  دکرښي اخوا بولي دملي وحدت  دحکومت له جوړيدو  وروسته خپلو ډار اچوونکو  بريدونو او فعاليتونو ته زور ورکړى دى  او هلې ځلې  کوي چې ددغه شان  عملونو په ترسره کولو سره په هيواد کې دامنيت  دتامينولو په لاره کې  ددولت دپروګرامونو  دعملي کولو خنډ شي .
دروان کال دمرغومي دمياشتې په اتمه نيټه دوه  تنه تنکي ځوانان چې دبغلان ولايت اوسيدونکي دي او د ديورنډ له کرښې  اخوا څخه  دځانمرګو بريدونو دترسره کولو په مقصد کابل ته رااستول شوي و  دپوليسو او دملي امنيت  دموظفينو  له خوا وپيژندل شول او ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته