امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دوږي  اووه ويشتمه :
په هغې جګړه کې چې نن سهار د افغان امنيتي ځواکونو او د وسله والو طالبانو ترمنځ  په شينواري ولسوالۍ کې ونښته؛ دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو تن بل ټپي شو .
دشينواري ولسوال محمد اکوګل باخترآژانس ته وويل: جګړه دشينواري ولسوالۍ  په قول هيرساحه کې د سيمه ئيزو پوليسو او د عامه نظم د پوليسو او د يوې ډلې وسله والو طالبانو ترمنځ ونښته چې له امله يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او يو تن بل ټپي شو .
  شينواري وويل چې د نښتې په بهيرکې يو کلاشينکوف، يوه مخابره او دوه موټرسايکلونه  د امنيتي ځواکونو  لاس ته ورغلي دي .
اکوګل وويل چې په دغو عملياتوکې افغان امنيتي ځواکونو ته  زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته