(PS)خبرونه(PS)نړۍ

په دوبۍ کې د اور لګېدنې پېښه کې ۱۶ تنه وژل شوي دي

 بهرنۍ رسنۍ، د وري ۲۷مه،

د متحده عربي اماراتو چارواکي وايي، چې د دوبۍ په یوه څو پوړیزه استوګنځي کې د اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د نشنل دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې اورلګېدنه د الراس سیمې په اپارتمانونو کې رامنځته شوې، چې د ښار یوه له زړو سیمو څخه ده.

چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، چې په دې پنځه پوړیزه ودانۍ کې ولې اور لګېدلی، خو د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

د حکومت په اعلامیه کې د سوداګریزو او هستوګنې ځایونو له خاوندانو غوښتل شوي، چې د دې ډول پېښو د مخنیوي او د خلکو د ژوند د ژغورلو په خاطر د خوندیتوب لارښوونې او اصول مراعات کړي.

د یادونې وړ ده چې د ډېری هېوادونو خلک د دوبۍ په ګډون د متحده عربي اماراتو په نورو ښارونو کې ژوند کوي.

بهیر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا