
کابل، د وږي ۱۸ مه، باختر
په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین، په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکاډا سره وکتل .
شاهین په خپله ټویټر(اکس) پاڼه کې لیکلي، چې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو مسایلو یې خبرې کړې دي.
په کتنه کې همدارنګه د جاپان سفیر ویلي چې هېواد یې د یوه سوله ییز او سوکاله افغانستان ملاتړ کوي.