سیاست

د سولې په چارو کې د دولت وزیر له محمد حنیف اتمر سره وکتل

کابل/ د سلواغې ١٤مه/ باختر
د جمهورريیس ځانګړي استازي او د سولې په چاروکې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د هېواد له سیاسي شخصیت محمد حنیف اتمر سره وکتل.
باختر آژانس ته د سولې په چاروکې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې: په کتنه کې پر وروستیو سیاسي پېښو او د سولې پر اړوندو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.
دغه کتنه هم د سولې لپاره د ملي اجماع د رامنځته کولو په موخه له سیاسي شخصیتونو سره د سولې په چارو کې د دولت د وزیر د مشورتي ناستو په لړ کې وشوه.
پاى / شکريه

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته