فرهنګ

دمحصلانو اوځوانانو نړيوال فيستوال جوړيږي

کابل باختر دچنګاښ  اته ويشتمه :
په مسکو کې دمحصلانو او ځوانانو نړيوال فيستوال جوړيږي .
  په کابل کې دروسيې  دفرهنګي مرکز رييس نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له سرپرست  پوهاند محمد رسول باوري سره په کتنه کې  ده ته بلنه ورکړه  چې په دې فيستوال  کې ګډون وکړي .
دباختراژانس دخبرله مخې، ددغې کتنې په پيل کې په کابل کې دروسيې دفرهنګي مرکز رييس دفيستوال دجوړولو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې په دې فيستوال کې دبرخه والو هېوادونو ځوانان اومحصلان دخپلو هېوادونو دفرهنګ بيلابيلې  برخې نندارې ته وړاندې کوي .
دده دڅرګندونوله مخې، په دې فيستوال کې دافغان ځوانانو اومحصلانو يو هيئت هم ګډون کوي  چې په دې باب  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت همکاري حتمي ده .   پوهاند باوري  دهمکارۍ  دڅرګندولو تر څنګ وويل دخوشحالى  ځاى دى  چې  په مسکوکې دغه شان فيستوال  جوړيږي او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په دې باب هرراز همکاري ته چمتو دى .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته