
کابل، د کب ۲۷مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه عالیقدراميرالمؤمنين شيخ الحديث هبة الله اخندزاده حفظه الله په شفاهي هدايت په دولتي ادارو کې د مسوولينو له لوري په دندو د خپلو بچيانو ګمارلو د منفکولو حکم وکړ.
د چارو ادارې له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې د پورتنیو څرګندونو ترڅنګ ويل شوي، چې د عاليقدر اميرالمؤمنين د ۳۰ مې ګڼې د حکم په اساس د ټولو وزارتونو، رياستونو او خپلواکو دولتي ادارو مسؤلينو ته امر شوی، چې د خپلوۍ او شخصي تعلق پر بنسټ چاته د دندې ورکولو څخه په کلکه ډډه وکړي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې په دغه حکم کې راغلي؛ د ټولو دولتي ادارو مسؤلين، چې تر خپل امر لاندې اداراتو کې يې خپل يو يا څو زامن مقرر کړي دي، د دې حکم له ابلاغ څخه وروسته منفک دي او د خپلو زامنو پر ځای دې نور کسان مقرر کړي.
افغانمل