خبرونهښوونه او روزنه

په دولتي تحصيلي بنسټونو کې د شرعياتو، اسلامي ثقافت استادانو د جذب په مقصد غونډه جوړه شوه

کابل، د زمري٣١ مه، باختر

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د هېواد د تحصیلي بنسټونو له استازو سره په غونډه  کې د هېواد د لوړو زده کړو په دولتي بنسټونو کې د شرعیاتو، اسلامي ثقافت او امامانو  د جذب د څرنګوالي د طرحې په اړه خبرې وکړې.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپلو خبرو کې وويل: ( د رياست الوزرا د حکم له مخې او د لوړو زده کړو د بنسټونو د اړتيا پام کې نيولو سره د هېواد په ١٧ ولايتونو کې  د شرعياتو په پوهنځيو کې د ښځو او نارينه وو په ګډون د استادانو د جذب لپاره  ٦٥٨ بستونه منظور شوي دي.)

دغه راز د لوړو زده کړو وزارت علمي معين ډاکتر لطف الله خيرخواه په دغو څانګو کې د استادانو د جذبولو د بهير په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې رياست الوزرا په دې بهير کې د زيات شفافيت د رامنځته کولو په موخه يوه کميټه جوړه کړې، چې خپلو مسووليتونو ته به جدي پاملرنه وکړي او په دغو بستونو کې به داسي کسان جذب شي چې وکولاى شي د هېواد دينې اړتياوې پوره کړي او معتبر سندونه ولري.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا