امنیت

په فراه کې دوسله والو طالبانو له خوا ددوو موټر چلوونکو تښتونه .

کابل باختر دلړم څليرويشتمه :
دتيلري  موټرونو دوه تنه  چلوونکي  په فراه ولايت کې  دوسله والو طالبانو له خوا  وتښتول شول .
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند فضل احمد صمديار  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې دغه پيښه نن له غرمې مخکې دبالابلوک ولسوالۍ په کشک  کلي کې  هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو ددغې ولسوالۍ  په لاره کې تيلري  موټرونه ودرول او دوه تنه چلوونکې يې له ځان سره بوتلل .
  يوه اړونده خبرځاى وويل چې تراوسه پورې  ددوى دبرخليک  په باب خبر نه دى ترلاسه شوى .
دپوليسو ځواکونو ددغو چلوونکو دخلاصون لپاره  عمليات پيل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته