امنیت

د زابل له مرکزي جېل څخه ٤ تنه ازاد شول

قلات باختر د سلواغې ٢٤ مه
د جمهور ريېس د فرمان په اساس د زابل ولايت له مرکزي جېل څخه څلور تنه بنديان ازاد شول.
د زابل د والي مرستيال رحمت الله يارمل د باختر اژانس سيمه يېز خبريال ته وويل چې،دغه څلور تنه د بېلا بېلو جرمونو په تور نيول شوي و چې، د جمهور ريېس د فرمان په اساس له جېل څخه ازاد شول.
په همدې حال کې د زابل د ولايتي شورا ريېس عطاء محمد حقبيان له جېل څخه د ازادو شويو بنديانو څخه وغوښتل چې،د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره کار وکړي.
ازادو شويو بنديانو هم ژمنه وکړه چې هغه کړنې به بيا ترسره نه کړي د کومو کړنو له امله چې په بند محکوم شوي وو.پاى _ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته