سیاستخبرونهاقتصادTOP

د کابینې په نوبتي غوڼده کې د ډبرو سکرو د پروسس مرکزونو او کزنیزو کمپلکسونو د جوړولو په اړه خبرې وشوې

کابل، د غوايي ۱۱مه، باختر 

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې ۲۱مه غونډه د رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ پرون دوشنبه ترسره شوه او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پريکړې وشوې.

ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په یاده غونډه کې په پکتيا، پکتيکا، خوست، ننګرهار او کندهار ولايتونو کې د ډبرو سکرو د پروسس، بسته بندۍ، بارګيرۍ او تخليې په اړه بحث وشو او پرېکړه وشوه، چې د‌ دې چارو لپاره ځانګړې شوې ځمکه کې دې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د تصفیې او د مشرتابه مقام له حکم وروسته عملي چارې پيل شي.

سرچینې زیاته کړې، چې په غوڼده کې همدارنګه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په بلخ، ننګرهار، هرات او هلمند ولایتونو کې د شپږو کرنيزو کمپلکسونو جوړولو طرحه اقتصادي معاونیت ته وسپارل شوه، چې د هغوی له نظر وروسته تائيد او د مشرتابه مقام ته د منظورۍ لپاره وړاندې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته