ټولنه

له جګړه ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه .

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٦
د اووه نوې شهيدانو او جګړې ځپلو کورنيو سره چې په سرپل ولايت کې د وروستيو جګړو له امله زيانمنې شوې دي په دې وروستيو وختو کې دملګرو ملتو دسازمان دماين پاکولو د دفتر او دهيواد له پيښو سره دمبارزې دکميټې له خوا نغدي او دخوراکي توکو مرسته وشوه .
دسرپل ولايت له پيښو سره دمبارزې دکميټې رييس عزيز الرحمن ايماق باختر آژانس ته وويل: دغه کسان ددغه ولايت په سانچارک او دکوهستاناتو په ولسواليو کې د وروستيو جګړو له امله شهيدان او ټپيان شوې و چې له اتيا کورنيو سره د درې سوه امريکايي ډالرو په ارزښت دخوراکي توکو مرسته وکړه .
ايماق زياته کړه: دڅوارلسو شهيدانو له کورنيو سره هم دهيواد له پيښو سره دمبآرزې دکميټې له خوا پنځوس پنځوس زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه .
ويل کيږي چې دملګرو ملتو دسازمان دماين پاکولو دفتر دخوراکى توکو په مرستې سربيره دجګړو له امله ملکي زيانمنو شويو کسانو ته دکار موندنې او په خپلو پښو د دريدو زمينې برابروى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته