روغتیا

په سمنګانو کې دسترګو ډاکتران دسترګې درې زره تنو ناروغان درملنه کوي

کابل باختر دليندي  يو ويشتمه :
دهېواد  دعامې روغتيا وزارت دپنځه کسيزو ډاکترانو يوټيم پرون د سترګو په ناروغۍ داخته کسانو ددرملنې بهير په سمنګانو ولايت کې پيل کړ .
ددغو ډاکترانو دټيم مسوول ډاکتر حميد الله سعادت باختراژانس ته وويل دوى دلسو ورځو لپاره په سمنګانو ولايت کې پاتې کيږي او دسترګو په ناروغۍ درې زره تنو اخته کسان په وړيا  ډول  درملنه کوي او په سلګونو نورو بې وزلو  کسانو ته عينک ويشي .
دسمنګانو ولايت دعامې روغتيا رييس مير اقا عظيمي  وايي چې په دغه ولايت کې دسترګو ډاکتران شتون نه لري او ددغو ډاکترانو په راتلو سره دسترګو په ناروغى   ديوشمير اخته کسانو ستونزې لرې کړي او دهېواد نورو ولايتونو ته ددوى دتګ مخه ونيسي .
  ختم_ عطااله  _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته